له ننګرهار ولايت نه دترلاسه شوي خبر له مخې په چپرهار ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني ددغې ولسوالۍ د امنيه قومندان معاون (نعيم) وژلی.
دغه چاودنه په غوراباد سيمه کې نن غرمه خواوشا 11 نيمي بجې د پوليسو په ګزمه وشوه.
عيني شاهدان وايي چاودني 4 تنه پوليس هم وژلي او 2 يې مرګوني ټپيان کړي دي.
2013-12-03
افغانستان